غزني باختر دغويي دمياشتې ١٥ نېټه :
په غزني ولايت کې د الوګل ادبي جشنواره جوړه شوه .
د باختر آژانس د خبرله مخې ؛ دغه جشنوار د غزني ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ،د ښاروالۍ رياست ، مدني ټولنو ، ادبي ټولنو، او د شامير ځوانانو او د ياران فلم د موسسې په هلوځلو په غزني ښارکې جوړه شوه.
په دې غونډه کې د غزني ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ريېس بشيرمحمدي
ژمنه وکړه چې؛ د الوګل د ادبي جشنوارې د ثبت رسمي مراسم به رسما د اطلاعاتو اوفرهنګ په وزارت کې ثبت کړي تر څودغه جشنواره هرکال په پرتمين ډول ونمانځل شي.
په دې غونډه کې د ولايتي شورا منشي حميدالله سروري ، د پوهنتون استادانو ، شاعرانود سولې او د يو بل د منلو د روحيې د پياوړتيا په خاطر د الو ګل د فرهنګي مشاعرې او غونډې د ارزښت په باب خپل شعرونه واورول.پاى ذکرالله
0 1 دقیقه لوستل