امنیت

دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا په فارياب ولايت کې ددوو تنو وژل کيدل .

کابل باختر د مرغومي دوه ويشتمه :
دوه تنه تيره شپه دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا دفارياب ولايت دشيرين تګاب ولسوالۍ  په مربوطاتو کې ووژل شول .
دفارياب ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر امر څارمن سيد مسعود يعقوبي دباختراژانس خبريال ته وويل :دشيرين تګاب ولسوالۍ دګوراوغلي دکلي اوسيدونکي زين الله او غازي دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا په ډزو سره شهيدان شوي دي .
يعقوبي زياته کړه چې ددغو دوو وژنو عاملان له ساحې څخه په تيښتې بريالي شوي دي خو دهغوى دپيژندنې او نيونې لپاره دکشفي بنسټونو پلټنې پيل شوې دي .
داپه داسې حال کې  ده چې څو ورځې مخکې په ګرزيوان ولسوالۍ کې هم  درې تنه دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا په دوو جلا جلا پيښو کې وژل شوي و

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته