فرهنګ

دکابل ټايمز ورځپاڼې خبري ويب سايټ پرانستل شو

کابل باختردزمري دمياشتې  ١٥ :
دکابل ټايمز ورځپاڼې نشراتي ويب سايټ نن داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو د چارو دمعينې له خوا پرانستل شو.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې :
په هغې غونډه  کې چې له همدې امله جوړه شوې وه  دکابل ټايمز ورځپاڼې مسوول مدير  حميدالله ( عارفي )  ددغې ورځپاڼې دنشراتي برخې په باره کې لنډ معلومات وړاندې کړل.
وروسته  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دخپرونو دچارو معينې ميرمن سيمن  حسن زاده  په لنډو خبرو کې  ددقيقو  اطلاعاتوپه وړاندې کولو کې درسنيو له رول سره اړيکې ونيولې او ويې  ويل :  کابل ټايمز يوازينۍ دولتي ورځپاڼه ده چې په  انګليسي  ژبې خپرونې کوي .
دې دغه راز وويل :  له هغو ټولو مالي اوتجهيزاتي نيمګړتياو  سره سره  چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ورسره  لاس او ګريوان دى  دنشراتي ويب سايټ  دفعالولو په لاره کې دکابل ټايمز ورځپاڼې دمسوولينو او کارکوونکو هلې ځلې  دستاينې وړ دي.
ددغې ورځپاڼې مسوولين او کارکوونکي  هلې ځلې کوي  چې په ډير لنډممکن وخت کې اطلاعات   دمينه والو په واک  کې  ورکړي .
دکابل ټايمز ورځپاڼې  دوه پنځوس کاله مخکې په هېواد کې په خپرونو پيل کړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته