نړۍ

په سوريه کې بريدونو درې شپيته تنه ووژل

دمشق نيوزنو – باختر د ورى دمياشتې ٢٦
په سوريه کې پرون د حکومتي ځواکونو په هوايي او ځمکنيو عملياتوکې څه ناڅه درې شپيته تنه ووژل شول.
د نيوزنو د خبري سايټ دخبرله مخې: اووه ويشت تنه پايتخت دمشق ښارکې او نورو يې د حمص، حلب ، ادلب او حما په ښارونوکې وژل شوي دي چې په قربانيانو کې اته ښځې او درې ماشومان هم شامل دي.
دحکومت د مخالفو ډلو يوې شبکې وويل چې د سوريې هليکوپټرونو دحکومت دمخالفينو ترکنترول لاندې په حلب ولايت او دغه راز د سوريې پايتخت دمشق ښار ترڅېرمه څو بمونه غورځولي دي .
په سوريه کې د درې کلنې جګړې په بهيرکې نږدې يو سلوپنځوس زره تنه وژل شوي اوڅه دپاسه شپږ اعشاريه پنځه مليونه تنه ددغه هيواد په دننه او بهرکې مهاجر شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته