فرهنګ

دنوروز ملي جشن ، دبزګر ميله او دکرنې او صنعتي محصولاتو نندارتونونه جوړ شول .

کابل باختر د وري  دويمه :
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دسرپرست  سيد مصدق خليلي له خوا دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني دپيغام په لوستلو  سره دنوروز دملي جشن اودبزګر  دميلې دنمانځنې مراسم پرون دکابل ښار دبادام باغ  په سيمه کې  پيل شول .
دباختراژانس دخبر له مخې ، دغه مراسم دکرنې او اوبو لګولو  ،  کار ټولنيزو چارو شهيدانو او  معلولينو او دښځو دچارو  دوزارتونو دسرپرستانو ديوشمير دولتي مقاماتو، بزګرانو ميلمنو اومينه والو په ګډون پرځاى شول .
دمراسمو په پيل کې دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمداشرف غني پيغام داطلاعاتواو فرهنګ وزارت دسرپرست  سيد مصدق خليلي  له خوا ولوستل شو چې په پيغام کې دافغانستان خلکو ته دنوروز او د ١٣٩٤ هجري لمريز کال دپيل له امله د مبارکي دمراتبو دڅرګندولو تر څنګ ويل شوي دي زموږ په هيواد کې چې دطبيعت دپاڅون  ددغه جشن ټاټوبي دى  خپل خاص فرهنګ لري .
دمبارک علم  پورته کول ، دشنو ساحو جوړول ، دنيالګيو ايښودل، دتنظيف  او سمورتيا  ،  دنندارتونونو پرانستل ،  دبزګر ميله ،  دناروغانو داحوالو پوښتنه ، په ملي ورزښونو لاس پورې کول اونورې هلې ځلې ددې هيواد دخلکو په فرهنګ او دود کې ددوستۍ  دژوندانه او داخلاقو اړخونه ښيي .
په پيغام کې زياته شوې ده  افغانانو ته ډيره مهمه  ده چې په تيرو يوکال  کې خپلې کړنې وڅيړي او دراتلوونکي کال لپاره تصميم ونيسي .
  ١٣٩٤ هجري لمريز کال زموږ دهيواد په نوي تاريخ کې برخليک ټاکوونکي کال دى په دې کال کې دې بايد دافغانستان دپرمختيا لپاره دملي وحدت ، ورورولي او دهراړخيز سياسي مشارکت دټينګښت  په محورونو په بشپړې تکيې سره تيارى ونيول شي .
په ملي بنسټونوکې دې خرد او په ځان باور رامنځته شي اودسمسورتيا او پراختيا لپاره دنظام دهدفونو په لاره کې  دخلکو هراړخيزه مرسته يو ضروري کار دى .
دغه راز داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست په خپلې وينا کې د ١٣٩٤ کال دنوروز دملي جشن دجوړولو دکميسيون په استازيتوب  خبرې وکړې او ويې ويل نوروز له زرګونو کلونو راپديخوا زموږ په هيواد کې ديوه ستر فرهنګي ارزښت او دښکلا او دپيدايښت  دڅرګندوى دجشن په توګه نمانځل کيږي . 
خليلي زياته کړه: که چيرې دتاريخ پاڼو او سندونو ته مراجعه وکړو وينو چې دنوروز ټاټوبي زموږ هيواد دى اوبنسټ ايښودونکي يې دبلخ پخواني باچا جمشيد دى چې په تيرو وختونو په تيره بيا د جمشيد په دوران کې نوروز پوره يوه مياشت دوام کاوه او په وروستيو دورو کې هيڅکله له يوې اوونۍ څخه کم نه و .
ده څرګنده کړه چې موږ دنوروز ترڅنګ دسده ، مهرګان او ديلدا په ګډون جشنونه هم لرو .
خو  دغه جشنونه  هر يو له يوې شپې  اويا له يوې  ورځې  څخه زيات وخت نه نيسي  خو نوروز تل  څه دپاسه يوه اوونۍ نمانځل کيږي .
خليلي زياته کړه چې دنوروز دودونه او عنعنات  سره له دې چې دزياتو بدلونونو په دوران کې له لوړو او ژورو سره يوځاى و خو هيڅکله  يې خپل اصالت  له لاسه نه دى ورکړى او لاتراوسه پورې هم زموږ  په هيواد کې اوهم دنوروز  په ټوله تمدني  حوزه کې  دنوروز  دغه دودونه او عنعنات  په ورته اويا په توپيري ډول پاتې دي .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست زياته کړه چې نوروز کله ناکله دحاکمانو له بي مهرۍ سره هم مخامخ شوى دى خو هغې ژورې  جرړې  ته په پاملرنې سره چې زموږ په لرغوني  فرهنګ کې لري له منځه نه دى تللى او دپخوا په شان  ديوه ځانګړي  فرهنګي ارزښت په توګه  زموږ دهيواد دخلکو  ترمنځ په پوره پرتم سره نمانځل کيږي .
ده وويل زموږ دهيواد په فرهنګ کې دنوروز  ځانګړي مقام  ته په پاملرنې سره ، داطلاعاتو او فرهنګ وزارت  له دوو کلونو  راپديخوا هلې ځلې کړي دي چې دغه فرهنګي  ارزښت ته دافغانستان  له خوا ديونسکو دمعنوي ميراثونو په فهرست کې ځاى ورکړي چې پړاونه يې  بشپړ شوي دي او هيله لرو چې تر څو مياشتو پورې  خپلو  خلکو  ته دنړيوالو ناملموسو  ميراثونو  په فهرست کې  دنوروز دثبت ښه زيرى ولرو.
په دغو مراسمو کې دکرنې او اوبو لګولو وزارت سرپرست  سليم خان کندزي  د کرنې دپراختيا اوميکانيزه کولو په برخه کې  ددغه وزارت دفعاليتونو په  اړوند   معلومات ورکړل اوپه ١٣٩٤ کال کې يې په هيوادکې دبزګرانواومالدارانو دکرنيزو او دمالداريۍ دمحصولاتو د بازار موندلو او دکرنې دودې په مقصد دسترو پروګرامونو دتطبيق  خبر ورکړ .
وروسته دکابل پخواني والي عبدالجبار تقوا او دکابل ښاروالۍ سرپرست په وار سره خبرې وکړې او دنوروز په ملي جشن او دبزګر په ميله کې د  هيواد دخلکو د دودونو او عنعناتو په اړوندو معلومات ورکړل .
دمراسمو په بهير کې ددې  تر څنګ چې دهيواد دملي بيرغ دنندارتون  په ساحه کې پورته کړى شو دنوروز ځانګړي نندارتونونه چې د کرنې او دلاسي صنايعو  د محصولاتو ، هنري  اثارو او دکتابونو برخې پکې شاملې وې داطلاعاتو او فرهنګ او دکرنې او اوبو لګولو دوزارتونو دمسوولينو او ديوشمير دولتي مقاماتو له خوا پرانستل شول .
په همدې  حال کې  يوشمير بزګرانو  چې خپل محصولات  يې په دغه ځاى کې  نندارې ته وړاندې کړي و له حکومت څخه وغوښتل چې دکرنې په وده اودبزګرانو دمحصولاتو دپلورنې  په بازار موندلو کې هلې ځلې وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته