سیاست

دکندز ولايت دمدني بنسټونو مسوولينو خپلې امنيتي ستونزې د ولسي جرګې له رييس سره طرحه کړې .

کابل باختر د جدي نهه ويشتمه :
دولسي جرګې  رييس عبدالروف ابراهيمي  نن دکندز ولايت دمدني بنسټونو له مسوولينو سره په ولسي جرګه کې وکتل.
  دولسي جرګې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ په دې  کتنه کې دمدني مشارکت  رييس  عبدالله  رسولي ، دکندز دقومونو دټولنيزې جرګې  مرستيال ډګروال محمد ظاهر ، دکندز مديوتيک  رسنۍ رييس عنايت الله  خليق  ، قومي  مخور قاضي ناصر يوسف ،  دکندز درسانه يي بنسټ رييس  ذبيع الله  مجيدي ، دځوانانو  مسوول غفور  هوټک او دکندز  ولايت په شمال کې دځوانانو  دورزش  او انکشافي  سازمان مسوول  ياسين  محمدي ددغه ولايت دامنيتي ستونزو په باب خبرې وکړې او دناامنۍ دزياتوالي او داړوندو مسوولينو دنه پاملرنې  له امله يې انديښنه  ځرګنده کړه .
دوى  دغه راز زياته کړه چې په کندز ولايت کې امنيتي او ملکي بنسټونه  دخپلو وظيفوي  مسووليتونو له مخې دخلکو ستونزې او شکايتونه  نه څيړي او دغې موضوع ددغه ولايت خلک انديښمن کړي دي 
دولسي جرګې  رييس په کندز ولايت کې دشتو ستونزو له اوريدو وروسته وويل چې دکندز ولايت دخلکو انديښنې به په ولسي جرګه کې  داړونده کمسيون له لارې او دهيواد له امنيتي  مسوولينو سره په اړيکه کې  وڅيړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته