دقلات ښار باختردليندۍ دمياشتې٢٠نيټه
ديارلس تنه وسله وال طالبان په زابل ولايت کې د پوځيانو په نويو جګړوکې ووژل شول .
په دغو وسله والو طالبانو تېره شپه د قلات ښار او ارغنداب ولسواليو په مربوطاتو کې د پوځيانو له خوا بريدونه وشول.
د هېواد په لويديځ کې د ملي اردو يوه قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغو جګړوکې ١٣ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ده وويل: پر دغو وسله والوطالبانو کله چې د يو لړ ډار اچوونکو فعاليتونو په ترسره کولو بوخت وو، د پوځيانو له خوا بريدونه وشول .
ويل کيږي د دغې نښتې په پاى کې د وسله والو ډار اچوونکو يوه اندازه جنګي وسايل هم د پوځيانو لاسته ورغلي دي.
پاى ذکرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ