امنیت

په قندهار کې له لسوکيلوګرامو نشه يي توکو سره ديوه سړي نيول کيدل .

کابل باختر د مرغومي دويمه :
دقندهار ولايت په سپين بودلک کې تيره شپه يوسړى له لسو کيلوګرامو هيروئينو سره ونيول شو .
دهېواد په جنوب کې دسرحدي   پوليسو يوه مقام دباختراژانس  سيمه ئيز خبريال ته وويل چې دغه سړي دهيروئينو انډې په يوه کورلا  موټر کې ځاى پرځاى  کړي و او غوښتل يې  چې نامعلوم  ځاى ته وليږدوي چې د سرحدي پوليسو په واسطه دسپين بولدک  په ولسوالۍ کې  ونيول شو .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته