امنیت

په غزني کې امنيتي ځواکونه وستايل شول .

کابل باختر د لړم لومړي:
په غزني ولايت کې ديوشمير قوماندانانو، افسرانواوساتنمنانو  زړه ورتيا  وستايل شوه .
  دغزني له ولايت څخه دباختراژانس  دخبريال دخبر له مخې ،  په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت  دغزني ولايت  دملي امنيت  په رياست کې جوړه شوې وه  دغزني ولايت سرپرست موسي خان  اکبر زاده  ددولتي ادارو رييسانو ، دولايتي شورا غړو  دپوليسو  ملي امنيت  او د ملي اردو  منسوبينو او دغزني ولايت او داړوندو ولسواليو امنيه قوماندانانو ګډون کړي و .
  دغونډې په پيل کې دغزني ولايت سرپرست  دهغو امنيتي ځواکونو چې دغزني ولايت په مربوطاتو کې يې په يولړ تروريستي  اوورانکارو فعاليتونوکې  ميړانه ښودلې ده  دهغوى زړه ورتيا وستايله  او هغوى يې  دجګړې اټلان او دهيواد خدمتګاران وبلل .
  دغزني ولايت سرپرست  دخپلو خبرو په دوام  دڅو موردوتروريستي بريدونو او دامنيتي ځواکونو له خوا دهغو دمخنيوي  يادونه وکړه او وي ويل : امنيتي ځواکونو دروان کال دوږي دمياشتې په ديارلسمه نيټه  دغزني ولايت  دملي امنيت  په رياست  دځانمرګي بريد  په شنډولو کې  ميړانه وښودله او په ډيره لنډه موده کې يې يرغلګر  له منځه يوړل .
  دغه راز  ده  ديوه اته کسيزې ډلې دنيولو چې دبې غږه تومانچې په واسطه يې  ملکي وګړي  وژلي و ،  او ددوه سوه پنځه پنځوسو تومانچو دکشف او ترلاسه کولو چې  دتروريستانو له خوا  دتروريستي عملونو دترسره کولو لپاره کارول کيدې  او د اوولسو نورو مواردو يادونه وکړه او هغوى يې  وستايل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته