سیاست

په افغانستان کې دبريتانيا دنوي سفير انتصاب .

کابل باختر دمرغومي دولسمه :
دبريتانيا دبهرنيو چارو وزارت مقاماتو دپنجشنبې په ورځ وويل چې دومينيک جيمز روبرت  يې په افغانستان کې ددغه هېواد دنوي سفير په توګه انتصاب کړى دى .
باختراژانس  دايرنا دخبري اژانس  له خولې خبر راکړ. ټاکل شوې ده دومينيک جيمز روبرت دميرمن کرين پيرس چې اته مياشتې مخکې په افغانستان کې د بريتانيا دسفيرې په توګه ټاکل شوې وه  ځاى ناستى شي .
دبريتانيا دبهرنيو چارو وزارت دوينا له مخې ټاکل شوې  ده  دومينيک  جيمز  د ٢٠١٦ ميلادي کال دفبروري  له مياشتې څخه په افغانستان کې دنوي سفير په توګه خپل  کار پيل کړي .
دومينيک  چې په ١٩٩٣ ميلادي کال کې دبريتانيا دبهرنيو  چارو له وزارت  سره يوځاى شوى دى  همدااوس  په دغه وزارت کې په نړيواله کچه  له بنسټپالنې سره دمقابلې  په چارو کې دهمغږي کوونکي په توګه مهمه دنده په غاړه لري .
دغه راز ده له ٢٠١٠ ميلادي کال څخه تر ٢٠١٤ کال پورې په اماراتو کې دبريتانيا دسفير او له  ٢٠٠١ ميلادي کال څخه  تر ٢٠٠٢ کال پورې په افغانستان کې دلنډ مهال شارژدافير په توګه خدمت کړى دى .
دبريتانيا دبهرنيو چارو وزارت دخبر له مخې ، ميرمن پيرس په دغه وزارت کې دعملياتو ددفتر درييسې په توګه ټاکل شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته