سیاست

دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي دخواشينۍ او ډاډ ګيرنې پيغام .

کابل باختردچنګاښ شپاړلسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي  دخواشينۍ او ډاډ ګيرنې پيغام .
په ډيرې خواشينۍ  سره خبرشوم چې دخوست ولايت قومي مشر موسى جان منګل دورپيښې  ناروغۍ له امله له دې  قاني نړۍ څخه  سترګې پټې کړى دى.
   انالله و انااليه راجعون 
ارواښاد موسى جان منګل ديو مشر او بانفوده  شخصيت په توګه په پخوانيو دورو کې دولسي جرګې دوکيل او دمشرانو جرګې دسناتور په توګه  هم کار کړى دى دخپلو خلکو خدمتګار او خواخوږي  و  ، دده مړينه يوه ضايعه ده
  دخپلې خواخوږۍ  او ډاډ ګيرنې  مراتب دده کورنۍ  ، دوستانو او دخوست ولايت خلکو ته وړاندې کوم الله تعالى دې دى وبخښي اوکورني ته دې يې جميل  صبر په نصيب شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته