کابل باختر دتلې درې ويشتمه :
د هرات د ملي امنيت رياست اووه تنه کارکوونکي د هرات ولايت دښاري محکمې له خوا په مجازاتو محکوم شول .
په دغو کسانو تور لګول شوى دى چې څلور مياشتې مخکې د ورزشي لوبغالي په وړاندې د انسان تښتونې د يوې پيښې د څلورو تنو تورنوکسانو د نيولو په وخت کې ډزې کړې دي چې له امله يې درې تنه ملکي وګړي شهيدان او يو ماشوم ټپي شوى و .
تورن کسان نن د هرات د ښاري محکمې د پوځي ديوان په غونډه کې چې دښاري محکمې د رييس محمد شعيب ابراهيمي په مشرۍ جوړه شوې وه، په مجازاتو محکوم شول .
د دغو کسانو له جملې څخه درې تنه په پنځه پنځه کاله تنفيذي بند او نغدي جريمې په سزا محکوم شول او درې تنه نور په دنده کې د بې پروايۍ په تور په يو يو کال تنفيذي بند او يو تن بل يې په قطعه کې د يو کال تنفيذي بند په مجازاتو محکوم شول .
د غونډې په پاى کې په ټاکلې موده کې د دغو محکومينو د استيناف غوښتنې حق خوندي اعلام شو .
ختم_ ج _ اکرم