امنیت

يو پوليس خپل درې تنه همکاران ووژل

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٣٠
يوه پوليس تېره شپه په هلمند ولايت کې خپل درې تنه همکاران په ډزو سره ووژل .
يوه امنيتي خبرځاى چې وغوښتل نوم يې وا نخستل شي؛ د باختر آژانس خبريال ته وويل : دغه پيښه د هلمند ولايت د مارجې په ولسوالۍ کې شوې ده.
په همدې حال کې د هلمند ولايت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول سيداحمد عبيد دغه پيښه تاييد کړه خو وايي: تر اوسه پورې د دغه بريد دقيق جزييات نه دي ترلاسه شوي .
د ده د څرګندونو له مخې: د دغې پيښې د څيړنې لپاره سيمې ته هيئت استول شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته