امنیت

حامدکرزي د بغلان په ولایت کې تروریستي برید په کلکه وغانده

کابل_باختر د ثور د مياشتې ٣٠:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د بغلان ولایت د ولایتي شورا د ودانۍ پر وړاندې هغه ځان مرګی تروریستي برید په کلکه وغانده چې له امله یې زموږ یو شمېر بې ګناه ملکي هېوادوالو ته مرګ ژوبله واوښتله.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند د جمهور رييس د ويندوى د دفتر له لارې باخترآژانس ته رسيدلې ده؛ ويل شوې دي:
د بغلان ولایت د والي د دفتر د معلوماتو له مخې، نن له غرمې مخکې د بغلان د ولایتي شورا د ودانۍ پر وړاندې د افغانستان د خلکو د دښمنانو لخوا ځان مرګی تروریستي برید تر سره شو چې له امله یې د دغه ولایت د ولایتي شورا د رئیس محمد رسول محسني په شمول  زموږڅه ناڅه ۱۳ تنه هېوادوال شهیدان او نهه تنه نور ټپیان شول.
حامدکرزی د بغلان د ولایتي شورا پر دفتر باندې تروریستي برید یو ډارن او د ټولو اسلامي او بشري اصولو پرخلاف عمل بولي، ترسره کوونکي یې د افغانستان د خلکو دښمنان او د پردیو نوکران ګڼي.
جمهوررئیس د ملکي او بې دفاع خلکو وژل غیر اسلامي او غیر انساني عمل بولي خو ډاډ څرګندوي چې افغان ملت به د داسې کړنو پر وړاندې هیڅکله د ستړیا او تسلیمۍ سر ټیټ نه کړي.
حامد کرزي په بغلان، قندهار او کابل کې د افغانستان د خلکو د دښمنانو له خوا وروستیو تروریستي بریدونو ته په اشارې سره وویل، افغانستان د شهادتونو او سرښندنو ټاټوبی دی، د دې هېواد میړني ولس د تاریخ په اوږدوکې هیڅ زبرځواک ته د تسلیم سر نه دی ټیټ کړی او نه به یې ټیټ کړي.
ده، وویل: د افغانستان دښمنان دې په دې پوه شي چې افغانان به هیڅکله هم د دوي په دا ډول ناوړو عملونو سره د خپل هېواد له آبادۍ، پرمختګ او دفاع څخه لاس په سر نه شي، بلکې د خپلو دښمنانو پر وړاندې به لا سره یوموټی شي.
حامدکرزی د دغه تروریستي برید د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای له دربار څخه د سملاسي روغتیا هیله کوي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته