امنیت

په ننګرهارکې د وسله والو طالبانو او د داعش د ډلو د سر دروند زيان

کابل باختر د زمري  لومړي :
په ننګرهار ولايت کې په نويو هوايي بريدونوکې د وسله والو طالبانو او د داعش ډلو ته د سر دروند زيان اوښتى دى .
په دغو هوايي بريدونوکې چې په تيرو څليرويشتو ساعتوکې د دغه ولايت په ځينو سيموکې ترسره شول؛ د دغو دواړو ډلو ٣٤  تنه غړي  وژل شوي او په لسګونه تنه نوريې ټپيان شوي دي .
په دغو هوايي بريدونوکې  بهرني اتباع هم په وژل شويوکسانوکې شامل دي.
  دغه بريدونه دافغانستان دهوايي پوځ او دناتو دځواکونوله خوا په  جلاجلا ډول  د وسله والو طالبانو او د داعشيانو په سنګرونو ترسره شوي دي .
  د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغو بريدونوکې د وسله والو طالبانو او د داعش د ډلو  څلور ديرش تنه غړي وژل شوي او په لسګونو تنه نوريې ټپيان شوي دي .
  ويل کيږي چې په دغو هوايي بريدونوکې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
  له بلې خوا هم د ننګرهار د والي وياند وايي چې په دغو بريدونوکې  د داعشيانو  او د وسله والو طالبانو د ډلې څو سنګرونه دړې وړې شوي دي .
  د يوبل خبر له مخې:
درې تنه ماين ښخونکي داعشيان په ننګرهار ولايت کې د ماين ښخولو په وخت کې ووژل شول  .
دغو تروريستانو نن سهار غوښتل چې د اچين ولسوالۍ په يوه واټ کې ماين ښخ کړي؛ د دوى له خوا يوه ښخ کړي شوي ماين وچاوديد او دوى يې ووژل .
  په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې د ننګرهار ولايت د روداتو، کوټ ،  خوږياڼيو او اچين په ولسواليوکې د ناتو د بې پيلوټه جنګي الوتکو په بريدونوکې د وسله والو طالبانو او د داعش د ډلو د جنګي وسايلو شپږ ډيپوګانې دړې وړې شوي دي.
په دغو ډييوګانوکې د داعشيانو او د وسله والو طالبانو د ډلې په لسګونو سپک او درانده جنګي وسايل ساتل کيدل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته