امنیت

پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اته تنه نوريې ټپيان شول

کابل باخترآژانس د وږي ١٥
د افغان امنيتي ځواکونو په يولړ جلاجلا عملياتوکې پنځلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول ،اته تنه يې ټپيان شول او اته ديرش تنه نو طالبان ونيول شول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ : په تيرو څلور ويشتو ساعتوکې دملي پوليسو ځواکونو دکابل ،ننګرهار، کونړ،سرپل ،جوزجان ،ارزګان ،لوګر ،پکتيا ،فراه او دهلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې ګډ چاڼيزعمليات ترسره کړل چې له امله يې پنځلس تنه پاتې طالبان ووژل شول ،اته تنه ټپيان او اته ديرش تنه نو ونيول شول.
دغه راز د دغو عملياتو په بهير کې شل کېلوګرامه چاوديدونکې توکې، اته ماينونه ،پنځلس لاسي بمونه ،د درندو او سپکو وسلو شپږزره شپږسوه نهه ويشت ګولۍ ،يو ځان مرګې واسکټ، پوځي وسايل او تجهيزات او يو موټر سايکل هم ترلاسه شوي دي.
ديوبل خبرله مخې :په فراه ولايت کې دملي پوليسو منسوبينو درې ريموټ کنترول ماينونه چې دخلکو دښمنانو له خوا د ترورستي او ورانکارو فعاليتونو دترسره کولو په خاطر د خاشرود ولسوالۍ په مربوطاتو کې ځاى پرځاى شوي و،کشف او شنډ کړل.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته