سیاست

جمهورريیس غني د ترکیې د بهرنیو اقتصادي اړیکو د بورد ريیس سره وکتل

 کابل / دلېندۍ ١٨مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني پرون مازیګر د ترکیې استانبول ښار کې د یاد هېواد د بهرنیو اقتصادي اړیکو بورد ريیس نایل اولپاک او د ترکیې – افغانستان د سوداګریزې شورا ريیس سلېمان سیلیف سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهورريیس غني د افغانستان او ترکیې دوستانه مناسباتو او دوامداره اړیکو ته په اشارې وویل: افغانستان د لویو انکشافي پروژو او د اوبو د بندونو د معیاري ډیزاین او څارنې په برخو کې د ترکیې له بریالیو تجربو څخه ګټې اخیستنې ته لېوال دی.
هغه زیاته کړه: د  افغانستان او ترکیې د دغو همکاریو په پایله کې به انکشافي پروژې په مناسبه بیه، ښه کیفیت او پر وخت تطبیق او بشپړې شي.
د هېواد جمهورريیس په افغانستان کې د کانونو، د برېښنا، ټرانزیټ او سیمه ییز اتصال په برخو کې د پانګونې فرصتونه تشریح  او ترکي پانګه وال یې په اړوندو برخو کې پانګونې ته وهڅول. هغه زیاته کړه، د اورګاډي پټلۍ او د سیمه ییز اتصال په برخو کې پانګونه له ترکیې او سیمې سره  د افغانستان د نښلولو او سوداګریزې راکړې ورکړې لپاره ارزښتناکه ده.
جمهورريیس همدارنګه د افغاني محصولاتو لکه جلغوزیو، پستې، بادامو، چارمغزو او نورو د ارزښت ځنځیر پر ایجاد په ټینګار وویل: موږ باید په دې برخه کې تخنیکي ظرفیت لوړ کړو، چې زموږ صنعتکاران په نړیوالو معیارونو برابر توکي بسته بندي او صادر کړي.
د ترکیې هېواد د بهرنیو اقتصادي اړیکو د بورډ ريیس جمهورريیس غني ته د ښه راغلاست پرمهال ترکیې ته د هغه په سفر خوښي وښوده او د لویو انکشافي پروژو، د کانونو، ټرانزیټ، برېښنا او سیمه ییز اتصال په برخو کې یې پانګونې ته تیاری وښود او ژمنه یې وکړه چې ترکي پانګه وال او شرکتونه به په اړوندو برخو کې پانګونې ته وهڅوي. پاى- ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته