سیاستTOP

د کډوالو چارو وزارت سرپرست د مرستو پر شفاف او عادلانه وېش ټینګار وکړ

کابل / د تلې ۶ مه / باختر
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج خليل الرحمن حقاني د کډوالۍ نړيوال سازمان له پلاوي سره په کتنه کې، د مرستو د وېش پر څرنګوالي خبرې وکړې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د پلاوي مشر د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې د کډوالۍ نړيوال سازمان له بېځايه شویو کورنيو سره په بشري مرستو سربېره، د کورونو د جوړولو او غيرخوراکي توکو د وېش په برخه کې هم مرستې ته چمتو دی.
هغه په ولايتونو کې د کډوالو چارو وزارت له رياستونو سره پر زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې د کډوالۍ نړيوال سازمان لومړيتوب د ژمي له رارسېدو مخکې پر اړو کورنیو د مرستو وېشل دي.
وروسته د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج خليل الرحمن حقاني هم د کډوالو چارو وزارت لومړيتوب، د ژمي له رارسېدو مخکې پر بېځايه شویو او اړو کورنيو د مرستو وېش او همدارنګه هغوی لپاره د سرپناوو برابرول وبلل.
دغه راز حقاني د مرستو پر شفاف او عادلانه وېش ټینګار وکړ او له کډوالو چارو وزارت سره یې د کډوالۍ نړيوال سازمان د زیاتې همغږۍ غوښتنه وکړه.
د کډوالۍ نړيوال سازمان (IOM) چې په کال ۱۹۵۱ کې جوړ شوی دی، له حکومتي، بین الحکومتي او غیر حکومتي همکارانو سره له نږدې کار کوي.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته