سیاست

محمد اشرف غني: د ملي وحدت وخت رارسېدلى دى

کابل/ د سلواغې۳۰ مه/ باختر
د افغانستان جمهوررييس محمد اشرف غني په هېواد کې د انتخاباتو د پايلو له اعلام وروسته په خپلو لومړنيو څرګندونوکې په جمهوري رياست انتخاباتوکې خپل بيا  برياليتوب د افغانستان د جمهوريت او خلکو د برياليتوب په توګه ياد کړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ جمهوررييس محمد اشرف غني چې پرون ماښام يې د انتخاباتو د پايلو له اعلام وروسته له خپلو يوشمېر پلويانو سره په ارک کې کتنه لرله؛  حکومت يې د افغانستان د ملت امانت وباله او ټينګار يې وکړ چې د افغانستان  جمهوريت او د دغه هېواد دولت ټولو هغو کسانو ته خپله غيږ پرانيستى دى چې پر دغه نظام باور لري.
جمهوررييس دغه راز ټينګار وکړ: د سيالۍ دوره پاى ته رسېدلې ده او نور هېچا ته د سيال، حريف او مخالف په سترګه نه ګوري او د انتخاباتو د پايلو په اعلام سره، د ملي وحدت وخت رارسېدلى دى.
هغه همدارنګه ټينګار وکړ چې د دوامدارې او همېشنۍ سولې غوښتونکى دى او د ده ټيم به ټول افغانستان ته د سولې زيرى راوړي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته