امنیت

د ډار اچوونکو له شتون څخه دتخار ولايت دګورتېپې دستراتيژيکي ساحې بشپړ پاکول .

-کابل باختر دثور نهمه:
دتخار ولايت دګورتېپې  ستراتيژيکي  ساحه  د ډار اچوونکو  له شتون څخه  پاکه شوه .
  په دې ساحه کې  چې  دخواجه غار په ولسوالۍ کې موقعيت لري  له دوو ورځو راپديخوا  نښتې دوام درلود او په پاى کې  دسيمې پوځيان  دکوماندو د سرتيرو په همکارى  نن له غرمې مخکې  د ډار اچوونکو له شتون څخه په بشپړه توګه ددغې ساحې  په پاکولو بريالي شول .
  دتخار ولايت  دامنيې قوماندانۍ وياند  باختراژانس ته وويل چې  امنيتي ماموران  په خواجه غار ولسوالۍ کې دګورتېپې  ستراتيژيکي ساحې ته  ننوتل .
  دغه ساحه  له زياتې مودې راپديخوا  دوسله والو طالبانو  د ډلې په واک کې وه
  دکوماندو دځواکونو وياند احمد جاويد سليم وايي  چې  دکوماندو سرتيري  دسيمې دپوځيانو په ملګرتيا  په دې بريالي شول  چې دګورتېپې ساحه  دډار اچوونکو له شتون څخه پاکه  کړي .
په همدې حال کې  ځينې عيني شاهدان  د  ګورتېپې  په لرو پرتو سيمو کې  دپوځيانو او طالبانو ترمنځ دنښتو ددوام  خبرې کوي .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته