امنیت

په نيمروزکې د هيروينو د توليد کارخانه ويجاړه شوه

کابل – باختر د وږې دمياشتې ٢٣
د نيمروز ولايت په مرکزکې دنشه يي توکو د توليد يوه کارخانه کشف او له منځه يوړل شوه.
دنيمروز ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمد قسيم جنګل باغ د باخترآژانس خبريال ته وويل: دغه لابراتوار د نيمروز ولايت دمرکز زرنج ښار د پلان پنجم په سيمه کې د استوګنې په يو کورکې فعاليت کاوه چې د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې دپوليسو د ځانګړو عملياتو په بهيرکې کشف شوه .
د خبرځاى دڅرګندونو له مخې: په دې ستره دستګا کې د هيروينو پرمختللي او قيمتي او اغيزمن ډول کرستال هيروين  توليديدل.
جنګل باغ وويل: له دغه لابراتوار څخه ٤٥٨ کيلوګرامه سپين رنګه کيمياوي توکي په ٣٨٠ ليتره اوبلن کيمياوي توکي ،٢٥ کيلوګرامه جامد کيمياوي توکي او د توليد وسايل ترلاسه شوي دې .
ده زياته کړه: نهه تنه په دغه لابراتوارکې د توليد په تور نيول شوي دي.
نيمروز ايران ته د نشه يي توکو د ترانزيت ستر لاره ده او قاچاق وړونکي له ايران سره د دغه ولايت د پولو د پرانستې والي په خاطر په آسانۍ سره دغه نشه يي توکو قاچاق کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته