امنیت

دهرات دښاروالۍ يو کارکوونکى ترور شو

کابل باختر د سلواغې دمياشتې  ٣٠ :
دهرات ښاروالۍ دزده کړې خاوند يو کارکوونکى نن سهار ترور شو.
دهرات ښاروالۍ  دعوايدو مدير عبيدحميد الهي ددغه  خبر په تائيدولوسره باخترآژانس ته وويل  چې دغه سړى  سيدفخرالدين نوميده  چې په کاريزک کې دښاروالۍ دخدمتونو دمحصول داخيستلو د حوزې په ساحه کې ديو وسله وال له خوا چې په موټر سايکل سپور و ترور شوى دى.
تراوسه پورې ددغې وژنې علت  روښانه  نه دى.
په همدې حال کې  دهرات دوالي وياند  جيلاني فرهاد ددغه تروردعاملينو دپيژندلو اونيولو لپاره دامنيتي ځواکونو دهلوځلو دپيل خبر ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته