کا بل باختر د مرغومي څوارلسمه :
شپږ تنه وسله وال طالبان تيره شپه په نورستان ولايت کې دنويو نښتو په بهير کې ووژل شول .
دغه جګړې په وانت وايګل ولسوالۍ کې هغه وخت ونښتې چې يوې ډلې يرغلګروغوښتل چې دپوليسو په يوې پوستې بريد وکړي .
دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يوه جګپوړي قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو نښتو کې شپږ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
ده وويل چې په طالبانو په يوې امنيتي پوستې دبريد په وخت کې دپوځيانو له خوا ډزې وشوې .
طالبانو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ