ښرنه باخترد غبرګولي د میاشتې ۲۲مه
ژوناليستان او په ټوله کې ټولې رسنې دې خپل مسوليت په صداقت سره ترسره کړي.
دغه څرګندونې د پکتيکا والي محمد الياس وحدت د رسنيو له استازو سره د همغږۍ په موخه په کتنه کې وکړې.
د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت د رسنیو له استازو مننه وکړه چې تل یې د دولت او ولس د خېر ښیګڼې رپوټونه چمتو کړي او د خلکو تر غوږو يې رسولي دي.
وحدت دغه راز د رسنيو له استازو هیله وکړه چې د ملي یوالي د ټینګښت په موخه عامه پوهاوي له خپلو رسنیو څخه د روزنیزو مرکزونو په شکل ترسره کړي.
بل خوا د پکتيکا ژورنالیستان هم له والي سره ژمنه وکړه چې د ژورنالیزم ټولو اصولو په پام کې نیولو سره به د ولس ريښتیني ستونزې او پرمختګونو ته انعکاس ور کوي.
0 1 دقیقه لوستل