امنیت

په فارياب کې د څلورو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

-کابل باختر دلړم  اوولسمه :
څلورتنه وسله وال طالبان د فارياب ولايت په قيصار ولسوالۍ کې له امنيتي ځواکونوسره په نښته کې ووژل شول او اته تنو نوريې سخت ټپيان شول .
د هېواد په شمال لويديځ کې د کوماندو د ځواکونو وياند د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغو وسله والوطالبانو ته چې د دوى يو قوماندان هم وژل شوى دى؛ د قيصار ولسوالۍ په بازار د امنيتي ځواکونو په پوستو له بريد وروسته مرګ ژوبله واوښته.
خبرځاى وويل: د دوى يوه اندازه جنګي وسايل او يو موټرسايکل هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي او نور يرغلګر وتښتيدل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته