امنیت

څه ناڅه دوه سوه وسله وال مخالفين په ننګرهار کې ووژل شول

 جلال آباد باختر دزمري دمياشتې ٢٥نيټه :
د ننګرهارپه بټي کوټ ولسوالۍ کې عمليات پرون پاى ته ورسيدل  او ويل کيږي         چې عملياتو په بهيرکې  څه ناڅه دوه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول.
د ننګرهارد والي وياند عطاالله خوږياڼي باخترآژانس ته وويل ؛  د امنيتي اودفاعي ځواکونوپه دغو عملياتو کې چې  درې مياشتې مخکې يې  د دغه ولايت په بټي کوت ولسوالۍ کې پيل کړي و له امله يې څه ناڅه دوه سوه تنه  وسله وال مخالفين  ووژل شول .
ده زياته کړه په دغوعملياتو کې دغه راز د ننګرهارولايت د کانال دوه زره پنځه سوه هکتاره ځمکه هم د وسله والومخالفانو له منګولوڅخه ًبيرته ترلاسه شوه  .
خوږياڼي وويل ددغو عمليات په پاى ته رسيدوسره دملي امنيت ، ملي پوليسو او دملي اردو امنيتي پوستې د دې ولسوالۍ په بيلابيلو سيمو کې جوړي شوي دي.
دننګرهارد والي وياند وويل  چې دبټي کوټ ولسوالۍ په پاکيدو سره دکابل – تورخم لويه لاره هم امن شوه له دې مخکې په دې لاره د موټرو سپرلۍ  د وسله والو طالبانو له خوا ځورول کيدې.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته