امنیت

دحقاني دشبکې دوه تنه قوماندانان په قندهار کې ونيول شول .

کابل باختر د چنګاښ دويمه :
دحقاني دشبکې دوه تنه قوماندانان تيره شپه په قندهار ولايت کې دملي اردو دځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې  ونيول شول .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باختراژانس  ته خبر ورکړ ، دغو قوماندانانو دقندهار ولايت په ژيړي ولسوالۍ کې فعاليت کاوه چې دملي اردو  دځواکونودچاڼيزو عملياتو په بهيرکې  له يوې اندازې پوځي وسايلو او تجهيزاتو سره ونيول شول .
ديوبل خبر له مخې، دننګرهار ولايت دسره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې دشاهين په نامه دملي اردو دځواکونودعملياتو په بهير کې دوسله والو طالبانو دډلې يو قوماندان چې په زياترو ناامنيو او ډار اچوونکو  فعاليتونه کې يې فعال رول  درلود له يوې اندازې وسلو، مهماتو او چاويدونکو توکو سره ونيول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته