ورزش

د ورزش دمخکښانو اجراييه بورد غونډه وکړه .

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١
د ورزش دمخکښانو اجراييه بورد نن د اولمپيک په ملي کميټه کې غونډه وکړه .
داولمپيک دملي کميټې دخپرونو آمر منورشاه شهزاد دباختر آژانس خبريال ته وويل  چې په دغه بورد کې دبيلابيلو ورزشي څانګو دوه ديرش تنه مخکښان شامل دي چې شپاړلس تنه يې ښځينه ورزشکارانې دي.
په دې غونډه کې چې داولمپيک په ملي کميټه کې جوړه شوه داولمپيک دملي کميټې سرپرست محمود حنيف او ددغې کميټې سلاکارانو ، داولمپيک دملي کميټې مرستيال مسعود مبارز او ددغې کميټې سترمرستيال جان عالم حسني ګډون درلود.
ديادونې وړده ددغه بورد غړو په دې غونډه کې دخپلو ټيمونو د ټاکنو او تشکيل په باب خبرې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته