کابل- باختر د وږي دمياشتې ٢٨
د کيوکوشين کاى د کاراتې د سياليو لسمه دوره پرون په هرات کې ترسره شوه .
د هرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضياالحق ضيا د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو سياليوکې د هرات ولايت دمرکز او اړوندو ولسواليو له ١٨ کلپونو څخه ٢١٨ تنو ورزشکارانو ګډون کړى و چې د ځوانانو، تنکيو ځوانانو او مشرانو په دريو برخوکې د يوې ورځې لپاره يې سيالي وکړه .
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: د دغو سياليو د ترسره کولو هدف د دغې څانګې د ورزشکارانو د ظرفيتونو لوړول بلل شوي دي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ