ټولنه

اسلام الدين جرأت: د خيبر پښتونخوا سيمه ييزحکومت نه شي کولاى د افغان مهاجرينو په ايستلو اقدام وکړي

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٣٠
د مهاجرينو د راستنولو د چارو وزارت وياند وايي چې پاکستاني مقامات نه شي کولاى له خيبر پښتونخوا څخه د افغان مهاجرينو په ايستلو اقدام وکړي.
يو شمېر رسنيو له خيبر پښتونخوا له سيمو څخه د پاکستاني مقاماتو له خوا د افغان مهاجرينو د ايستلو په باب خبرونه خپاره کړي دي.
په دغو خبرونوکې ويل شوي دي چې د خيبر پښتونخوا حکومت د پيښور ښار په يوه ښوونځي د ډار اچوونکو له بريد وروسته چې ١٦٠ تنه پکې ووژل شول او يو شمېر نور هم ټپيان شول؛ تصميم نيولى دى چې تر يوې مياشتې پورې له دغه ايالت څخه افغان مهاجرين وباسي.
د مهاجرينو د راستنولو د چارو وزارت وياند اسلام الدين جرأت نن د خيبر پښتونخوا د سيمه ييز حکومت د دغې پريکړې په غبرګون د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د افغانستان او پاکستان د حکومتونو او مهاجرينو په چاروکې د ملګرو ملتو د عالي کميشنرۍ ترمنځ د موافقه ليک له مخې، افغان مهاجرين کولاى شي د ٢٠١٥ ميلادي کال ترپاى پورې په قانوني ډول په خيبر پښتونخوا ايالت کې ژوند وکړي. له همدى امله د پاکستان حکومت په يو اړخيز تصميم سره کولاى شي د افغان مهاجرينو په ايستلو لاس پورې کړي.
جرأت يادونه وکړه چې د خيبر پښتونخوا د ايالتي حکومت دغه تصميم عملي اړخ نه لري، ځکه د افغان مهاجرينو ايستل د دواړو هيوادونو او د ملګرو ملتو د مشرانو په واک او موافقې سره امکان لري.
ده وويل: اوس يو مليونو ٦٠٠ زره تنه افغان مهاجرين په قانوني ډول او يو مليون نور افغانان له سندونو پرته په پاکستان کې ژوندکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته