کابل، د لېندۍ ۱۱مه، باختر
د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني هېواد ته د اسلامي نړۍ د علماوو ټولنې له راغلي لوړ پوړي پلاوي سره په کتنه کې هېواد ته د دې پلاوي سفر له اسلامي نړۍ سره د افغانستان د نښلولو ښه وسیله وبلله.
حقاني په دغه کتنه کې وویل چې موږ د فلسطین د مسلمانانو درد احساسوو او د یهودي اشغالګرو د بې عدالتیو له امله ځورېږو.
نوموړي هیله څرګنده کړه، چې د فلسطینیانو د مقاومت په پایله کې به د فلسطین خاوره د اشغالګرو له منګولو ازاده شي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست همدارنګه وویل چې دمګړۍ د افغانستان واګې د علماوو په لاس کې دی او دوی د هېواد ګټې او لومړيتوبونه په ښه توګه درک کولای شي.
په ورته وخت کې د ياد پلاوي په استازيتوب ډاکټر علي قره داغي خبرې وکړې او په افغانستان کې یې د خپلواکۍ ترلاسه کولو په موخه د افغانانو مبارزه د نړۍ مسلمانانو لپاره مشعل او اسلامي نړۍ تاريخي بريا و بلله.
نوموړي د فلسطین ستونزه د اسلامي امت ګډ درد ياد کړ.
قره داغي له افغانستان سره د قطر هېواد مرستو ته په اشارې، افغانستان سره د همکارۍ د دوام ډاډ ورکړ.
په همدې حال کې د فلسطین د علماوو ټولنې مشر شیخ ډاکټر نواف تکروري دې ليدنه کې وویل چې د نړۍ مظلوم ملتونه د افغانانو له شل کلنې مبارزې او اتلولۍ څخه الهام اخلي.
د نوموړي په وينا يې د ظالمانو پر وړاندې د فلسطین د خلکو او مجاهدینو مبارزه دوام لري، خو د نړۍ ټول مسلمانان مسؤلیت لري، چې د مظلومو مسلمانانو ملاتړ وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست په دغه کتنه کې د قطر له دولت څخه د هرات ولایت له زلزله ځپلو سره د مرستو او د اسلامي نړۍ د علماوو ټولنې د دغه پلاوي د ښو مشورو له امله مننه وکړه.