امنیت

څلور تنه وسله وال مخالفين په ننګرهار کې ووژل شول

کابل باختر د تلي ١٨
  څلور تنه وسله وال طالبان دننګرهار ولايت په بټي کوټ ولسوالۍکې دافغان اوبهرنيو قوتونو په ګډو عملياتوکې ووژل شول .
   دبټي کوټ ولسوال ميرزا حميدالله باختر اژانس ته وويل: افغان او دبهرنيو ځواکونو تيره شپه دهمدې ولسوالۍ په انبار خانه سيمه کې  ځمکني او  هوايي عمليات ترسره کړل چې له امله يې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول
  ديوبل خبر له مخې: څلور تنه ملکي وګړي  نن سهار دتورخم _ جلال اباد  دلارې په سه پاى سيمه کې په واټ کې دښخ کړى شوى ماين دچاودنې له امله ټپيان شول .
  دننګرهار د والي ويندوى احمد ضيا عبدالزى  باختر اژانس ته وويل: دغه ماين تر يوه پله لاندې هغه وخت چې يو سراچه ډوله موټر له سيمې څخه تيريده وچاوديد او څلور تنه ملکي وګړي چې ددغه موټر سپرلۍ وې ټپيانې کړې .
دعبدالزى دڅرګندونوله مخې: ټپيان روغتون ته وليږدول شول او روغتيايي حالت يې مخ په ښه  والې دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته