کابل باختر دسلواغې ۱۳ مه
د سرپل ولايت اوسيدونکو په روان کال کې د ۳۵ ميليونو افغانيو په لګښت خپلې شخصي ځمکې د دغه ولايت پوهنې ته په وړيا ډول ورکړې دي.
د سرپل د پوهنې رييس عبدالغفور سرپلي باختر آژانس ته وويل چې ددغه ولايت اوسيدونکو د دغه ولايت په کچه د يوسلو پنځلسو ښوونځيو د ودانۍ د جوړولو لپاره خپل څه ناڅه ۵۵ زره مربع متره ځمکه په وړيا توګه ورکړې ده .
سرپلي زياته کړه چې د دغه ولايت په کچه څه دپاسه په سلو کې ۹۰ ښوونځي ودانۍ لري او په سلو کې ۱۰ ښوونځي ودانۍ نه لري چې د ولسي تړون له ملي پروګرامونو سره موافقه شوې ده او په نږدې راتلوونکي کې به د نورو ښوونځيو ودانۍ هم جوړې شي .
مخکې له دې هم د سرپل ولايت د پوهنې رياست مسوولينو د ښوونځيو د جوړولو لپاره د دغه ولايت د خلکو له خوا د ځمکې د ورکولو خبر ورکړی و .
ختم_ عطاالله _ اکرم