ورزش

جمهور رئیس غني د کرکټ د تنکیو ځوانانو لوبډلې ته مډال او ستاینلیکونه ورکړل

کابل_باختر د وږي د مياشتې ٢٦مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني ، نن له غرمې مخکې  په ارګ کې د کرکټ د تنکیو ځوانانو لوبډلې له لوبغاړو سره وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د افغانستان د کرکټ بورډ مشر، د تنکیو ځوانانو د کرکټ د لوبډلې روزونکي او د دغې لوبډلې مشر د خپلو کارونو او لاسته راوړنو په اړه جمهور رئیس ته معلومات ورکړل.
جمهور رئیس غني د ۲۰۱۵ ل کال د غوره لیګ په  سیالیوکې د تنکیو ځوانانو لوبډلې ته د  بریا مبارکي وویله او په دې ویاړ یې د غازي میرمسجدي خان عالي دولتي مډال او افتخاري ستاینلیکونه ورکړل.
جمهور رئیس غني د کرکټ بورډ له ادارې، مسوولینو او ملي تاجرانو څخه لوبغاړو ته د مالي امکاناتو او د باور د فضا د رامنځته کولو له امله  مننه وکړه او د کرکټ د تنکیو ځوانانو لوبډلې ته یې د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه د تکړه ځوانانو غوره کول وستایل.
جمهور رئیس د لوبغاړو د نظم او ډسپلین د ستایلو تر څنګ، هغوی ته د لا ډېرو مرستو او امکاناتو د برابرولو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، تاسو د افغانستان استازي او تر ټولو لوی سفیران یئ.
د هېواد جمهور رئیس لوبغاړو ته په خطاب کې وویل: هر ځل چې ستاسو له برکته د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د افغانستان ملي بیرغ  رپېږي، نو د افغانستان  ټول خلک په تاسو ویاړي او دا د ټولو لپاره ستره خوښي او لوی ویاړ دی.
جمهور رئیس محمداشرف غني د کرکټ تنکیو لوبغاړو ته په راتلوونکې کې د لا ډېرو بریاووهیله څرګنده کړه او د زېري په دود یې ورته وویل: د هندوستان د لومړي وزیر ښاغلي  نریندرا مودي د ژمنې په اساس د دوی ټول لوبغالي ستاسو په خدمت کې دي.
په دې کتنه کې په سیاسي چاروکې د جمهور رئیس ځانګړي استازي ډاکټرمحمد اکرم خپلواک، د جمهور رئیس حقوقي سلاکار ډاکټر عبدالعلي محمدي، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت کرزي او د چارو ادارې لوی رئیس عبدالسلام رحیمي هم حضور درلود

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته