کابل باختر دوري اوولسمه :
دوسله والو طالبانو په ډلې پورې اړوند اووه تنه وسله وال يرغلګر په نورستان ولايت کې له افغان پوله ساتونکو سره په نښته کې ووژل شول .
دغه جګړه نن سهار دديورنډ کرښې ته څيرمه په کامديش ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې سرحدي مامورينو غوښتل نورستان ولايت ته د ډار اچوونکو دډلې دننوتو مخه ونيسي .
دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يوه جګپوړي قوماندان دباختر اژانس خبريال ته وويل : په دې نښته کې اووه تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
ده وويل جګړه په يوې ډلې موټرسايکل سپرو دپوځيانو دبريد په وخت کې ونښته . ويل کيږي چې په دې نښته کې سرتيرو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې پوځيانو په نورستان ولايت کې د يولړ چاودنو مخه ونيوله .
په رارسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې امنيتي ځواکونو نن سهار د نورستان ولايت په ګڼ ميشتو سيمو کې څه ناڅه اته ماينونه کشف او شنډ کړل .
دهېواد په ختيځ کې دپوليسو يوه جګپوړي قوماندان وويل وسله والو طالبانو غوښتل چې ددغو ماينونو په ښخولو سره يولړ چاودنه ترسره کړي خوبريالي نه شول .
ددغو ماينونو دښخولو په تور څوک نه دي نيول شوي .
په افغانستان کې طالبانو زياتره په ګن ميشتو لارو کې دبمونو او ماينونو په ښخولو لاس پورې کوي چې زياتره ملکي وګړي پکې قرباني کيږي .
ديوبل خبرله مخې په نورستان ولايت کې پوځيانو ددوو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شول .
ويل کيږي ددغو جنګي وسايلو دکشفولو په وخت کې جګړه ونښته چې له امله يې دوه تنه و سله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول .
له دغو ديپوګانو څخه څوسپک او درانده جنګي وسايل او يوه اندازه چاوديدونکي توکي ترلاسه شول .
0 1 دقیقه لوستل