کابل باختر دوري دمياشتې ١٩ :
دهېواد دفوټبال ملي ټيم به په نږدې راتلوونکي کې دقرغزستان له ملي ټيم سره دوستانه لوبه وکړي .
دهېواد دفوټبال فدراسيون درسنيو مسوول احمدشاه ساير نن دباخترآژانس خبريال ته وويل : ټاکل شوې ده دغه لوبه دکابل په وخت دراتلوونکې اوونۍ ديکشنبې دورځې دماښام په شپږو بجو او ديرشو دقيقو دمتحده عربي اماراتو ددوبۍ ښار په ورزشي لوبغالي کې ترسره شي .
دساير دڅرگندونوله مخې په دې لوبه کې اته تنه ورزشکاران له کابل څخه او يوولس تنه نور ورزشکاران په بهرنيو هيوادونو کې له ميشتو افغان مهاجرينو څخه ګډون کوي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ