امنیت

دوه ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل باختر د مرغومي دريمه :
امنيتي ځواکونو پرون دهيواد په څو ولايتونوکې  دامنيتي  فعاليتونو په بهير کې  دوه ويشت تنه  وسله وال طالبان ووژل .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. امنيتي ځواکونو دغه فعاليتونه  دننګرهار ، زابل  ، قندهار ، پکتيکا، کونړ، پروان ، هلمند ، لوګر او دبدخشان ولايتونو په مربوطاتو کې  ترسره کړل چې له امله يې دوه ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول اووه تنه ټپيان او پنځه تنه نور يې دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول .
  په دغو فعاليتونوکې يوه اندازه جنګي وسايل هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
دغه راز دملي پوليسو ځواکونو دهلمند ، فراه ، او دميدان وردګو دولايتونوپه مربوطاتو کې دامنيتي ګزمو په بهير کې شپږ ماينونه کشف او شنډ کړل .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا