سیاست

افغانستان او روسیه په نظامي، سیاسي او اقتصادي برخو کې همکاریو ته پراختیا ورکوي

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٦
د افغانستان داسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر چې د تیرې یکشنبې له ورځې را پدیخوا د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د روسیې په فدراتیف جمهوریت کې د دواړو هیوادونو په کچه په لیدنو او خبرو بوخت دی، پرون یې د خپل سفر په ترڅ کې د روسیې له لوري د خپل سیال نیکولای پاتروشیف په مشرۍ د هغه هیواد له ۱۳ کسیز عالي رتبه پلاوي سره په نظامي، سیاسي او اقتصادي مسایلو خبرې وکړې.
دملي امنيت د سلاکار دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
د لیدنې پرمهال د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر له روسي پلاوي څخه و غوښتل چې د افغانستان هوايي ځواکونو لپاره د Mi17 او Mi35 چورلکو په برابرولو کولو او ترمیم، د افغان هوایي پوځ د تجهیزاتو د ترمیم لپاره د افغانستان په د ننه کې د امکاناتو د برابرولو په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي، همدارنګه د افغانستان په نظامي تشکیلاتو کې د کاریدونکو روسیي وسلو لپاره د مهماتو د برابرولو په برخه کې هم د افغان لوري وړاندیزونه او غوښتنې روسي لوري ته و سپارل شوې. روسي مقاماتو د افغانستان له لوري د سپارل شویو وړاندیزونو او غوښتنو د چټکې بررسۍ په موخه ځانګړي کاري ډلې ته دنده سپارلي چې دامهال د افغان پلاوي لخوا په سپارل شویو وړاندیزونو او غوښتنو باندې جدي غور او بررسي پيل شوې ده. د نیکولای پاتروشیف په مشرۍ روسي پلاوي ژمنه وکړه چې په نظامي برخو کې به افغان محصلانو ته تحصلي بورسونه زیات کړي. د امنیتي بحثونو بله موضوع د افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ شریکه پوله وه، دواړو لورو د افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د ګډې پولې په اوږدو کې پر امنیتي حالت خپل مالومات او نظرونه تبادله کړل، دواړو لورو د ګډې پولې په اوږدو کې د تروریزم او نشه يې توکو د قاچاقو د مخنیوي په برخه کې پر ګډو هلو ځلو ټینګار وکړ.
د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار محمد حنیف اتمر سره د خبرو پر مهال د روسیې فداراتیف جمهوریت په لومړي ځل د شانګهای د همکاريو په سازمان کې د افغانستان له بشپړ غړیتوب څخه خپل غوڅ ملاتړ په ډاګه کړ. روسیې همدارنګه له تروریزم سره د مبارزې په لاره کې د افغان دولت له پالیسیو او لومړیتونو سره هم خپل ملاتړ څرګند او په دې برخه کې یې له افغان دولت سره د پوره همکارۍ چمتووالی وښود. روسیې په افغانستان کې د دوامدار ثبات د تامین لپاره د سولې پر خبرو ټینګار وکړ او په دې برخه کې له خپل لوري د فعال رول او همکارۍ ژمنه وکړه.
په اقتصادي برخه کې هم د افغانستان او روسیې تر منځ مهم سوداګریز او ترانزیټي مسائل تر بحث لاندې ونیول شول، د خبرو په ترڅ کې روسي پلاوي د افغانستان او روسیې ترمنځ د ریل ګاډې د پټلۍ غځولو، انرژۍ او کانونو په سکتور کې پانګونې ته خپل تيارى په ډاګه کړ. دواړو لورو د سوداګریزو اسانتیاوو د رامنځته کیدو په برخه کې د روسیې او افغانستان ترمنځ ګمرکي معافیتونه هم و څیړل او د سوداګریزو اړیکو پر بنسټیزه کیدو او پراختیا ټینګار وشو.
د افغانستان او روسیې له بیړنیو پیښو سره د مبارزې ادارو د شریکو او ګډو همکاریو په موخه د یوه مکانیزم په رامنځته کیدو هم بحث وشو او پرېکړه وشوه، چې په دې برخه که به د دواړو هیوادونو د بیړنیو پیښو سره د مبارزې ادارې د بیړنیو پیښو پرمهال د همکارۍ ترڅنګ د یو بل له تجربو څه هم ګټه پورته کوي.
په همدې ترڅ کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د روسیې فدراتیف جمهوریت د امنیتي او سیاسي سکتور له وزیرانو سره په دوه اړخیزو ناستو کې هم برخه اخیستې چې د دواړو هیوادونو ترمنځ یې د نظامي، سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا ترڅنګ په سیمه ییزو امنیتي مسایلو هم بحثونه کړي دي.
دا لومړی ځل دی چې د افغانستان او روسیې له لوري عالي رتبه پلاوي په نظامي، سیاسي او اقتصادي مساییلو غونډه کوي، له دې وروسته به د ځانګړي اجنډا او مهال ویش په پام کې نیول سره د دواړو هیوادونو ترمنځ ورته ناستې دوام پیدا کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته