خبرونهنړۍ

سعودي له اسرایلو سره اړیکو ساتلو په اړه خپل دریځ روښانه کړ

نړۍ, د سلواغې ۱۸ مه, بهرنۍ رسنۍ
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت نن چهارشنبې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له اسرایلو سره د ډيپلوماتیکو اړیکو د ساتلو او پیل په اړه د ریاض دریځ روښانه کړی او ویلي یې دي، چې د یو خپلواک فلسطین تر رامنځته کېدو او د ۱۹۶۷ زیږدیز کال د سرحداتو په چوکاټ کې ختیځ بیت المقدس بېرته د فلسطین د پلازمینې په توګه تر رسمي منلو او دغه راز د فلسطینیانو د ټولو حقونو تر بېرته ورکولو پرته له اسرایلو سره هېڅ ډول دیپلوماتیکې اړیکې نه ساتي.
ریاض ویلي، چې د سعودي شاهي کورنۍ د فلسطینیانو له مشروع حقونو څخه دفاع کوي او په دې اړه یې امریکا ته خپل دریځ روښانه کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون سه شنبې سپینې ماڼۍ ویلي وه، چې د سعودي او اسرایلو ترمنځ د اړیکو د عادي کولو په اړه یې مثبت پیغامونه ترلاسه کړي.
د یادونې وړ ده، چې امریکا له مودو راهیسې هڅه کوي، تر څو له اسرایلو سره د سعودي او ځینو نورو هېوادونو اړیکې عادي کړي او ریاض دغه دریځ وروسته ترهغې روښانه کړی، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن تازه سعودي ته ورغلی و او له ولیعهد محمد بن سلمان سره یې کتلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته