کابل باختر دغبرګولي دويمه :
دهرات ولايت دفوټبال دغوره ليګ سياليو پرون په دوو لوبو سره دوام وکړ .
دهرات ولايت دورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا دباختراژانس خبريال ته وويل: لومړى دپامير او بيک بير ټيمونو لوبه وکړه چې لوبه له ګول پرته برابره پاى ته ورسيده .
دغه راز دهرات داستقلال او داتفاق ټيمونو لوبه ديوې په وړاندې په يوې سره برابره پاى ته ورسوله .
دغه سيالۍ داتو ټيمونو ترمنځ په هرات ولايت کې پيل شوې دي چې په دوام يې نن دانصاري او صرافانو ټيمونه لوبه کوي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ