ټولنه

په پکتيا کې د معلولینو نړيواله ورځ ونمانځل شوه

ګردیز باختر د لیندۍ د میاشتې ۱۴ مه
د پکتیا د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو ریاست د معلولینو نړیواله ورځ د يوې غونډې په ترڅ کې ونمانځله.
د ډسمبر دریمه نيټه چې د معلولینو د نړیوالې ورځې په نامه نومول شوې، د پکتيا د کار او ټولنيزو، شهيدانو او معلولینو رياست د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانخله.
په دې غونډه کې د پکتيا د مرکز په ګډون د بیلابیلو ولسواليو معلولینو هم ګډون کړی و.
د باختر آژانس د خبر له مخې:
په هغې غونډ ګې چې به همدې موخه جوړه شوې وه، د پکتیا د کار او ټولنيزو چارو رېیس محبوب الرحمن سلام زوی په خپله وينا کې وویل چې په دغه ولایت کې شاوخوا شپږ زره معلولين او شهيدان ثبت شوي چې د هېواد د ازادۍ او ابادۍ لپاره يې د بدن غړي او يا هم د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي دي.
هغه ډاډ څرګند کړ چې په نږدې راتلونکي کې به د معلولینو لپاره د بايو ميتريک سیستم فعال کړی چې له مخې به يې د معلولینو هغه ستونزې حل شي چې اوسمهال ورسره لاس او ګريوان دي.
په ورته وخت کې بیا د معلولینو په استازیتوب ډګروال حضرت میر په حکومت غږ وکړ چې معلولینو ته دې خپل هغه حقوقونه ورکړل شي، چې په اساسي قانون کې ورته په نښه شوي دي.
هغه له حکومت  دا هم وغوښتل چې معلولینو ته دې د استوګنې لپاره يوه ،نمره ورکړي
د یادونې وړ ده چې د معلولینو نړيواله ورځ په ۱۹۹۲ میلادي کال د ملګرو ملتونو له خوا تصویب شوه چې هر کال د ډسمبر په دريمه نيټه په نړیواله کچه نمانځل کيږي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته