امنیت

په ننګرهار کې د شپاړلسو تنو داعشيانو وژل کيدل

کابل باختر د وري نهه ويشتمه :
شپاړلس تنه داعشيان په ننګرهار ولايت کې د نويو نښتو له امله ووژل شول.
په دغو داعشيانو له تېرې شپې  څخه تر نن سهار پورې د اچين، کوټ او دهسکې مينې د ولسواليو په ځينو سيمو کې بريدونه وشول. 
د هېواد په ختيځ کې دسيلاب قول اردو يوه  جګپوړي  قوماندان باختراژانس ته وويل چې، په دغو نښتو کې د داعشيانو د ډلې د دريو تنو بهرنيو جګړه مارانو په ګډون شپاړلس تنه داعشيان وژل شوي دي.
سرچينه زياتوي چې، په دغو ډار اچوونکو له ځمکې او هوا څخه بريدونه شوي او د دغې ډلې درې پټنځي يې هم ويجاړ کړي دي .
  ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته