امنیت

ديوه قوماندان په ګډون اته تنه ډار اچوونکي په جنوب زون کې ووژل شول .

کابل باختر د ليندۍ اوومه :
دوسله والو طالبانو دډلې ديوه قوماندان په ګډون اته تنه ډار اچوونکي دامنيتي ځواکونو دهغو عملياتو له امله چې دهېواد دجنوب زون په ساحو کې  ترسره شول ، ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ويلي دي دغه عمليات چې دهوايي او توپچي  قوتونو په ملاتړ دروزګان ولايت ددهراود او ترينکوټ، دزابل ولايت دشمولزو او دقندهار ولايت دمياشين  دولسواليو  په مربوطاتو کې ترسره شول له امله يې د  بسم الله په نامه دوسله والو مخالفينو ديوه مشهور قوماندان په ګډون اته تنه ډار اچوونکي ووژل شول او څوارلس تنه نور ټپيان شول او ددښمن يوه اندازه وسلې مهمات يوموټر اويوموټرسايکل  ويجاړ شو او  دوسايطو ضد  پنځه ويشت ماينونه کشف او شنډ کړى شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته