فرهنګ

دهمکارى تفاهم ليک لاسليک شو .

کابل باختر د کب  ديارلسمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  او دفرهنګ دخبري اژانس ترمنځ  نن دهمکارى تفاهم ليک  لاسليک شو .
دغه تفاهم ليک  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معين فاضل سانچارکي او دنما رسنى  مسوول محمد تفي حيدري  لاسليک کړ .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  ددغه تفاهم ليک له مخې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  په فرهنګ پورې  ټول اړونده خبرونه  دفرهنګ دخبري اژانس  په واک کې ورکوي . او دفرهنګ خبري اژانس خپل فرهنګي خبرونه  او رپوټونه  ددغه وزارت په واک کې ورکوي .
  دخپرونو دچارو معين  هيله څرګنده کړه چې  ددغه تفاهم ليک  په لاسليک کولو سره  فرهنګي پيښو ته  پراخ پوښښ  ورکړى شي او  دفرهنګ په حوزه کې اطلاع رسونه او هم دهنرمندانو اثارو او دهغوى ژوند ليک ددغه خبري اژانس  دپروګرامونو يوه برخه وي .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته