کابل باختر د وږي د مياشتې ١٥ :
تر اوسه پورې دکابل ښار د دويمې امنيتي حوزې په وړاندې سړک کې د دوو ځانمرګو بريدونوله امله چې د ملي دفاع وزارت مقر ته غځيږي؛ ٥ تنه شهيدان او١٥ تنه ټپيان د کابل ښار د روغتونونو د امبولانسونو او د کابل امبولانس له خوا دولتي روغتونونو ته ليږدول شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت د خپرونو مسوول محمداسماعيل کاووسي باختر آژانس ته د دغه ټکي په بيانولوسره وويل چې ښايي د دغو ځانمرګو بريدونوله امله د قربانيانو شمېر زيات شي .
په همدې حال کې ځينو رسنيو خبر ورکړى دى چې په دغو دوو پيښوکې ١٦ تنه شهيدان او ٢٠ تنه نور ټپيان شوي دي.
ددغو خبرونوله مخې: دملي دفاع وزارت د ملاتړيزې لوا قوماندان جنرال عبدالرزاق، د کابل ښار د دويمې امنيتي حوزې آمر سيدزمان آغا او د جمهور رئيس دوه تنه ساتوونکي هم د دغو پيښو په شهيدانوکې شامل دي.
په همدې حال کې دملي دفاع وزارت دوياند مرستيال رسنيو ته ويلي دي چې په دغو ځانمرګو بريدونوکې ٩ تنه شهيدان او ٣٠ تنه نورټپيان شوي دي.
0 1 دقیقه لوستل