خبرونهټولنه

بدخشان کې د سېلابونو له امله ۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې 

کابل، د غوایی ۲۲ مه، باختر

د بدخشان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ۸ ولسوالیو کې سېلابونو خلکو ته د مالي زیانونو ترڅنګ مرګ ژوبله هم اړولې ده.

د یاد ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس مولوي محمد اکرم اکبري د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې په تشکان، شهربزرګ، تګاب، کشم، درایم، وردوج، یاوان او کوهستان ولسوالیو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د راوتلو له امله ۵ تنه مړه او دوه نور لادرکه شوي او ورسره فراخې کروندې یې وېجاړې کړي دي.

باید وویل شي، چې وروستیو سېلابونو په بغلان کې هم ګڼ شمېر مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته