کابل، د وري ۲۸مه، باختر
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند، هلمند ته د خپل سفر بهیر کې له کجکي بند څخه لیدنه کړې او د کجکي بند پروژې د مسئولینو د ترسره شویو چارو د ستاینې ترڅنګ، هغوی ته یې د کارونو د لا ښه والي په موخه لازمې سپارښتنې کړې دي.
باختر آژانس ته د ریاستالوزرا د اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ اقتصادي مرستیال د دې لیدنې پر مهال، د کجکي بند پروژه ملي او حیاتي بللې او په دې برخه کې یې د رامنځته شویو نوښتونو له امله د مسئولینو د هڅو قدرداني کړې ده.
هغه ویلي چې وچکالۍ او په بندونو کې د اوبو د کمښت له امله د برېښنا د تولید کچه هم راټیټه شوې وه؛ خو سږ کال په هېواد کې د پرېمانه اورښتونو له امله د اوبو کچه بېرته لوړه شوې او د کجکي بند په څېر زیاتره بندونه له اوبو ډک شوي دي چې په دې سره به په روان کې کال د کرنې برخه وده وکړي او هم به په هېواد کې دننه د برېښنا د تولید کچه لوړه شي.
د یادونې وړ ده چې کجکي بند د هېواد په کچه له لویو بندونو څخه دی چې د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې د هلمند پر سیند د موسمي سېلابونو د کنټرول، کرنیزو ځمکو خړوبولو او برېښنا د تولید په موخه جوړ شوی دی.