کابل باختر د وږي دويمه :
دپوليسو يوافسر تيره شپه دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا په کاپيسا ولايت کې شهيد شو .
دکاپيسا ولايت دامنيې قوماندانۍ داوپراسيون آمر سمونمل امان الله دباختراژانس خبريال ته وويل: دپوليسو دخاصې قطعې يوافسر فرهاد چې دتفريحي رخصتي لپاره خپل کورته تللى و دستنيدو په وخت کې دکوهستان ددويمې برخې ولسوالۍ په کالوته سيمه کې په ډزو سره شهيد کړى شو .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې پوليسو دپيښې په اړوند څلور تنه نيولي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ