کابل، د وري ۱۶ مه، باختر
د هلمند په مرکزي لوبغالي کې د رمضان جام په نوم د کرکټ ۱۰ اوریزې سیالۍ د صمیم لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د هلمند د کرکټ آمر محمد ذاکر عمري د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې په دغه ولایت کې ۱۲ ورځې وړاندې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د کرکټ ۱۰ اوریزې سیالۍ پيل شوې وې, چې پایلوبې ته د صمیم او سوپر آرین لوبډلو لار موندلې وه.
عمري زیاته کړه چې صمیم لوبډلې د ټاس په ګټلو سره په ټاکلو ۱۰ اورونو کې سوپر آرین لوبډلې ته ۱۲۰ منډې هدف وټاکه خو مقابلې لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نه کړ او د ۱۲ منډو په توپیر یې ماتې وخوړه.
هغه زیاته کړې چې په پای کې د لوبې غوره لوبغاړو ته ډالۍ هم ورکړل شوې.