امنیت

په تخار کې ١٢ تنه پوځيان شهيدان شول .

کابل باختر دزمري دوه ويشتمه :
دولس تنه پوځيان تيره شپه په تخار کې له طالبانو سره په نښته کې شهيدان شول او پنځه تنه نور يې ټپيان شول .
دتخار دپوليسو وياند خليل اسير دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه جګړه هغه وخت پيل شوه چې وسله والو طالبانو دشپې ناوخته دتالقانو په ښار کې داي خانم دکميساري  په بندر  بريد وکړ چې له امله يې دولس تنه پوځيان شهيدان شول اوپنځه تنه نور يې ټپيان شول .
خبرځاى زياته کړه طالبان دسردزيات زيان له ورکولوڅخه وروسته له ساحې څخه وتښتيدل .  ويل کېږي اوس ساحه دپوځيان په لاس کې ده او امنيتي حالت عادي ده .   ختم_ شکريه _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته